د Tor د براوزر د ډاونلوډ تر ټولو خوندي او ساده لاره د Tor د پروژې رسمي وېبپاڼه https://www.torproject.org/download ده.
له سایټ سره ستاسې اتصال به د HTTPSپه کارولو سره خوندي وي، کوم چې دا چاره به د یو چا لپاره د هغه مداخله ډېره ستونزمنه کړي.
که څه هم، ښايي کله نا کله تاسې و نه شئ کړای چې د Tor پروژې وېب پاڼې ته لاسرسی ولری: د بېلګې په توګه، کېدای شي هغه ستاسې په شبکه کې بلاک شوی وي.
که داسې وشول، نو کولای شئ د ډاونلوډ له یوه ځایناستي میتود نه چې لاندې ترتیب شوي دي، ګټه واخلئ:
هېندارې
که تاسې نه شئ کولای چې د Tor براوزر د Tor د پروژې له رسمې وېبپاڼې څخه ډاونلوډ کړئ، نو د هغه پر ځای تاسې کولای شئ چې زموږ له یوې رسمې هېندارې یې یا د EFF یا Calyx Institute له لارې ډاونلوډ کړئ.
GetTor
GetTor هغه خدمات دي کوم چې په اتومات ډول پیغامونو ته د Tor د براوزر د وروستۍ ګڼې لینکونه ورکوي، چې په بېلابېلو موقعیتونو کې یې کوربه توب کوي، لکه Dropbox، Google Drive او GitHub.
د دې لپاره چې د برېښنالیک له لارې GETTOR وکاروئ
نو gettor@torproject.orgته یو برېښنالیک ولیږئ او د پیغام په متن کې په ساده توګه د خپل عملیاتي سیستم د ډول له مخې یوازې «windows» ،«osx» یا «linux» ولیکئ، (پرته له کومې سوالیه نښو څخه).
د بېلګې په توګه، د Windows لپاره د Tor د براوزر د ډاونلوډولو د لینکونو د تر لاسه کولو لپاره، د "windows" په کلیمې سره یو برېښنالیک gettor@torproject.org ته ولیږئ.
GetTor به د یوه برېښنالیک په مټ تاسې ته ځواب درکړي چې په کې هغه لینکونه به وي کوم چې تاسې کولای شئ د Tor براوزر کڅوړه، کریپتوګرافیک لاسلیک (کوم چې د ډاونلوډ د تایید لپاره اړین دی)، د کلید د ګوتې هغه نښان چې د لاسلیک جوړیدو لپاره کارول شوی او د کڅوړې checksum ترې ډاونلوډ کړئ. کېدای شي تاسې ته د «32-bit» یا «64-bit»سافټویر غوراوي وړاندیز وشي: دا ستاسې له خوا د کاریدونکي کمپیوټر په ماډل پورې اړه لري.
د دې لپاره چې د ټیليګرام له لارې GETTOR وکاروئ
په ټیلیګرام کې @GetTor_Bot ته یو پیغام ولېږئ.