تاسې باید وکولای شئ چې د لنډې مودې لپاره د Tor د براوزر په مټ د پروګرام په کارولو د وېب نه لیدنه وکړئ او که چېرې د لومړي ځل لپاره له هغه څخه لیدنه کوئ، نو بیا د "Connect" پر تڼۍ کلیک وکړئ.

The Connection Assist informs you about the state of your Internet connection.

Check your Internet Connection if it says 'Offline'.
If your connection to the Tor Network is not established and it reads 'Not Connected' the following steps can be helpful.

چټکه رغوونه
که چېرې د Tor براوزر و نه نښلي، نو کېدای شي یوه ساده حل لاره وي.
لاندنی هر یو ګام عملي کړئ:
- ستاسې د کمپیوټر د سیستم ساعت باید سم وي، پرته له هغه Tor نه شي وصل کېدای.
- ډاډ تر لاسه کړئ چې ستاسې په سیستم کې د Tor براوزر یا د 'Tor' بېلګه فعاله نه وي.
که چېرې ډاډه نه یاست چې د Tor براوزر فعال دی، نو خپل کمپیوټر مو له سره روښانه کړئ.
- ډاډ تر لاس کړئ چې په خپل کمپیوټر کې کوم انسټال شوی انټې وېروس پروګرام د Tor د کارولو مخه نه نیسي.
که چېرې په دې اړه نه پوهیدئ نو بیا تاسې به اړتیا ولرئ چې د انټې وېروس د سافټ ویر په اړه مشوره تر لاسه کړئ.
- د لنډ وخت لپاره خپل فایروال غیرفعال کړئ.
- که چېرې د Tor براوزر پخوا کار کاوه خو اوس ستاسې په سیستم کې کار نه کوي نو کېدای شي هغه هایبرنیټ شوی وي.
د خپل سیستم ریبوټ کولای شي دا ستونزه هواره کړي.
- د Tor براوزر ډیلیټ کړئ او بېرته له سره یې انسټال کړئ.
که چېرې اپډیټ کېده، نو یوازې خپل د Tor براوزر پخواني فایلونه مه پرې ور ولئ؛ ډاډ تر لاسه کړئ چې هغه ټول لا پخوا ړنګ شوي دي.
د TOR لاګونه ووینئ
په زیاترو حالاتو کې، د Tor لاګونو ته کتل دستونزې په پیژندنه کې مرسته کولای شي.
که چېرې تاسې په نښلیدو کې ستونزه لرئ، نو د تېروتنې یو پیغام به در ښکاره شي او بیا کولای شئ «کلیپ بورډ ته د Tor فایل د کاپي کولو» غوراوی وټاکئ.
وروسته د Tor لاګ په یوه متن لرونکي فایل یا بل سند کې واچوئ.
که چېرې تاسې دا غوراوی نه وینئ او د Tor براوزر مو پرانیستی وي، نو بیا کولای شئ د hamburger مینو ("≡") ته ولاړ شئ، وروسته پر «تنظیماتو» باندې کلیک وکړئ او بیا د څنګ په بار کې پر «اتصال» باندې کلیک وکړئ.
د پاڼې په پای کې، د «Tor لاګونه ووینئ» متن تر څنګ، د «فایلونه ووینئ...» تڼۍ باندې کلیک وکړئ.
دې ته ورته، په GNU/Linux کې، د دې لپاره چې لاګونه مخامخ په ترمینل کې ووینئ، نو د Tor د براوزر ډایرکټري ته ولاړ شئ او د لاندي کار په تر سره کولو سره د Tor براوزر د فرمان له کرښې نه روښانه کړئ:
./start-tor-browser.desktop --verbose
یا هم په فایل کې د لاګونو د ثبت لپاره (default: tor-browser.log):
./start-tor-browser.desktop --log [file]
په دې اړه زیات معلومات کېدای شي په مرستندویه پورټال کې وموندل شي .
ایا ستاسې اتصال سانسور دی؟
که تاسې لا تر اوسه پورې هم نه شئ نښلیدای، نو ستاسې د انټرنېټي خدماتو وړاندې کوونکی ښايي د Tor په شبکه کې اتصالونه سانسوري.
د احتمالي حل لارو لپاره د Circumventionبرخه ولولئ.
پېژندل شوي ستونزې
د Tor براوزر تر ثابت پرمختګ لاندې ده، ځینې ستونزې پېژندل شوې دي خو تر اوسه پورې نه دي هوارې شوي.
مهرباني وکړئ د پېژندل شوو ستونزوپاڼه وګورئ تر څو درته معلومه شي چې ایا هغه ستونزه چې تاسې یې تجربه کوئ هغه هلته فهرست شوې ده که نه.